اذربایجانۍ ورځپاڼه اذر نیوز لیکي، ترکمنستان او افغانستان د انرژۍ د لېږد پروژې اړوند یو نوی تړون لاسلیک کړی دی. د راپورونو له مخې د ترکمنستان ګاز او برېښنا به د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي، خو تر څنګ یې ددغه پروژې اړوند یو بل تړون پرون د افغان او ترکمنستاني اړخ ترمنځ لاسلیک شوی دی. د تړون له مخې ترکمنستان ژمنه کړې ده، چې د کندهار په ګډون به څو ولایتونو ته درې درې سوه میګاواټه برېښنا ورکوي او دغه کچه به تر زر میګاواټه پور ورسېږي. ترکمنستان هیله څرګنده کړې چې د ورته همکاریو پر مټ وکړی شي د افغانستان په بیا رغونه او پرمختګ خپله ونډه پر ځای کړي.




































