فراه کې د ملي اردو پر دوو امنیتي پوستو د وسله والو مخالفینو په برید کې ۲۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او لس نور طالبانو ژوندي نیولي دي. د پشترود ولسوال غوث الدین وویل، طالبانو تېره شپه په دوکن کلي کې د ملي اردو پر دوو سترو امنیتي پوستو بریدونه کړي، ۲۰ سرتېري یې وژلي او له لسو ډېر یې ژوندي نیولي دي. دی وايي، په دې جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري. ولسوال زیاتوي چې جګړه نیمه شپه پيل او تر سهاره یې دوام درلود. د ولسوال په خبره، مرستندوی ځواکونه سیمې ته نه دي رسېدلي او د امنیتي سرتېرو جسدونه د جګړې پر ډګر پراته دي. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې طالبانو دوه پوستې نیولې دي او په دې جګړه کې ۲۰ دولتي سرتېري وژل شوي او دوولس کسان یې دوی ژوندي نیولي دي. هغه وویل، په دې جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.




































