د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د تلې په ۲۸ مه نیټه به ۲۳۵ زره ناظرین چې ۱۹ یې نړیوال ناظرین دي، د ولسي جرګې له ټاکنو څخه نظارت وکړي. د یاد کمیسیون ویاند او منشي، سید حفیظ الله هاشمي خبریالانو ته وویل ۱۰۷بنسټونو، چې سیاسي ګوندونه، مدني بنسټونه، سفارتخانې او د ټاکنو د څار بنسټونه پکې شامل دي، د نظارت لپاره ېې د ټاکنو کمیسیون سره نوملیکنه کړې ده. هاشمي وویل، په ټوله کې تر اوسه ۲۳۴ زره او ۵۱۴ کسانو د نظارت کارتونه اخیستي دي، له دې شمیر څخه ۱۹ تنه یې نړیوال ناظرین دي. هغه زیاته کړه، احتمال شته چې په ټاکنو کې د ناظرینو شمیر کې زیاتوالی راشي ځکه تر سبا پورې کمیسیون د نظارت کارتونه ورکوي.




































