د لوګر د محمد اغې ولسوال نورمحمد عبيدي وويل چې تېره شپه ناپېژانده کسانو د پل کندهاريو په سيمه کې د ولسي جرګې د نوماند خطاب دراني د کمپاين دفتر ته اور اچولى دى. هغه وايي چې د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي. د دې بريد پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې. د يادونې ده چې خطاب درانى د کرنې او مالدارۍ د وزير نصير احمد دراني زوى دى.



































