هېڅوک حق نه لري چې د رایې ورکولو غرفې ته د عکاسۍ وسایل ورسره یوسي او یا دغه ډول وسایل هلته وکاروي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پرېکړې له مخې په ټاکنیزو مرکزونو کې د رایې ورکولو پر مهال د انځور اخیستلو او یا ویډیو پر ډکولو بندیز دی او که څوک دغه ډول عمل ترسره کړي ټاکنیزه سرغړونه ګڼل کېږي. ددغه کمیسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کمیشنرانو د رایو په اکثریت دغه نظر تایید کړی دی او رایې ورکوونکو ته په کار ده، چې دغه ډول مسایلو ته په جدي توګه متوجه وي.



































