د هلمند د کرنې رياست چارواکو ویلي چې په دغه ولايت کې د کوکنارو کښت د مخنيوي په موخه د اوو ولسواليو کروندګرو ته د پستو باغونه جوړېږي.
د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو ويلي چې تېر کال يې د دغه ولايت پر ٣١٤ جريبه ځمکه د پستو بڼونه جوړ کړي دي.
هغه زیاته کړې: «هلمند دښتې ډېرې لري او پستې هم په دښته ښه نتيجه ورکوي، نو تېر کال چې موږ کرلي وو، ښه نتيجه يې ورکړې ده، نو غواړو چې دې برخې ته پراختيا ورکړو».
د الکو په خبره، د کرنې رياست پلان لري چې سږ کال د هلمند په ناوې، نادعلي، خانشين، دېشو، واشير، ګرشک او ګرمسېر ولسواليو کې ځینو کروندګرو ته د پستې پنځوس باغونه جوړ کړي.
په ورته وخت کې په هلمند کې د کروندګرو د اتحاديې مشر عبدالشکورخان اکا ويلي، د دغه ولايت کروندګر اوس چمتو شوي چې د کوکنارو پر ځاى د پستو باغونه جوړ کړي.