د سګرېټو له زیانونو خو هرو مرو خبر یاست، چې د انسان د روغتیا لپاره ښه نه دي. اوس تازه د انګلستان بریستول پوهنتون پوهانو د یوې نوې څېړنې له مخې څرګنده کړې، چې ډېر سګرېټ څکول کولای شي د مخ ښکلا له منځه یوسي او مخ ګونځې پیدا کړي. پوهانو زیاته کړې چې سګرېټ څکول یوازې د انسان داخلي بڼه له منځه نه وړي، بلکې د بدن پر بهرنیو برخو لکه «مخ» او پر نور جلد هم ژور منفي اغېز کوي. څېړنې ثابته کړې ده چې که څوک د اوږدې مودې لپاره سګرېټ وڅکوي، نو د خپل مخ جذابیت او ښکلا له لاسه ورکوي، مخ یې غونجېږي او له نورو روغتیایي ګواښونو سره مخ کیږي. د څېړنې یوې مشرې ډاکټرې لوزي میلارد ویلي چې د دې څېړنې په واسطه کوښښ شوی، چې د سګرېټ څکولو منفي اړخونه وڅېړل شي. د نوموړې په خبره، «مونږ ومونده چې سګرېټ څکول انسان په چټکۍ سره د زړښت لور ته بیایي». د سګرېټو زیان یوازې د پوستکي دښکلا له منځه تلل نه دي، بلکې سګرېټ د چاپېریال د ککړتیا لامل کیږي، د سږو، خولې، شونډو او ستوني سرطان رامنځ ته کوي او په کور کې یې څکول د ماشومانو د جدي ناروغیو لامل هم کېدلای شي.