په ژوند کې د بریا یو راز دا دی چې په تاسې پورې د اړوندو مسوولیتونو پر وړاندې تر هر چا مخکې اقدام وکړئ. د سرعت مینوال اوسئ. پایلې باید درته اړینې وي. د هغې جملې په اړه خبرې کوم چې کلینټ ایسټووډ د بېسټ لایف په مقاله کې لیکلې وه، هغه ویلي وو: «ځینې وخت باید د ښو پایلو د لاسته راوړلو لپاره په خپله خپل کارونه تر سره کړئ». په رښتیا هم چې همداسې ده.
د کار لپاره ټیم جوړ کړئ او په ګډه کار وکړئ. بلې، تاسو هم ځان ور سره شریک کړئ. کارونه هغه چا ته وسپارئ چې توان یې ولري، البته هغه وخت چې تاسې ترې عاجز وی. خو کله چې نور د دې لپاره په تمه وي، څو یو بل څوک لومړی ګام واخلي، تاسو هغه کس اوسئ چې لومړنی ګام اخلي. دا کار د عمل کولو لپاره جرئت دی. په حقیقت کې دا ستاسو لپاره له ژوند څخه په سمه توګه ګټه اخیستل دي. دا یو ډول مشري او د ځانګړي اوسېدو لپاره ستاسې د ټینګار او تاکید کولو ښکارندویي کوي. بیا هم وایم، کله چې نور د دې لپاره په تمه وي څو یو بل څوک لومړی ګام واخلي، تاسو هغه کس اوسئ چې لومړنی ګام اخلي.