الوویرا د ویښتانو سپوروالی له منځه وړي.
د الوویرا مایع، د زیتونو او کوپرې تیل سره ګډ کړئ او ګډ شوي مواد په ویښتانو وموښئ، یو ساعت وروسته یې پرېمینځئ، ویښتان به مو صاف او نرم شي.
د پوستکي لپاره
الوویرا په منظم ډول سره په مخ موښل، پوستکی نرم او ښایسته کوي، خو که چېرته د وریژو له اوړو سره ګډه شي او په مخ ووهل شي، نو د مخ ګونځې او تورې حلقې له منځه وړي.
د هغه پوستکي لپاره چې لمر سوځولی وي
د ګرمۍ له وجې د پوستکي د سوځېدو لپاره د الوویرا مایع په یخچال کې واچوئ او له یخ کېدو څخه وروسته پرې پوستکی ټکور کړئ.
د لاسو او پښو د سپوروالي لپاره
پر ژمي سربېره، د اوړي په موسم کې هم د اوبو د کمښت له کبله پوستکی سپور او وچېږي، نو د دې لپاره د الوویرا پاڼه له شاتو سره یو ځای کړئ، د لاس او پښو په وچو او سپېرو برخو یې وموښئ، په لومړي ځل به د بدلون شاهدان و اوسی.
له بازار څخه د میک آپ د اخیستلو پر ځای د الوویرا مایع، شات او ګلیسټرول سره ګډ کړئ او ګټه ترې واخلئ.