ایران د خپلې اټومي هوکړې د خوندیتوب په برخه کې له جاپان مرسته غوښتې ده. حسن روحاني جاپان ته د سفر پر مهال ددغه هېواد له لومړي وزیر شنیزو آبې سره کتلي دي. روحاني ویلي جاپان دې همکاري وکړي چې د ایران او نړیوالو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړه خوندي شي. دده په خبره ایران دغه هوکړې ته ژمن دی خو امریکا د ټولو نړویوالو قوانینو خلاف له دغه هوکړې سره یو اړخیز پرېکون اعلان کړی دی. روحاني ټینګار کوي چې اټومي هوکړه د ایران لپاره مهمه ده او که نړیوال د امریکا مخه و نه نیسي نو زیانونه به یې ډېر وي.






































