د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري پر ځینو هېوادونو د بشري حقونو له امله لګول شویو بندیزونو ته په اشارې ویلي، امریکا به د خپلو کړنو دروند پور پرې کړي. د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د بشري حقونو سازمان د امریکا په لمسون شمالي کوریا د بشري حقونو پر ماتولو تورنه کړې او ټینګار یې کړی دی چې یاد هېواد باید بشري حقونو ته په درناوي خپلو کړنو کې بدلون راولي. د ویلو ده چې د امریکا او شمالي کوریا تر منځ د مذاکراتو برخه کې بندښت د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې کړې دي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون خبرداری ورکړی وو چې واشنګټن د روان کال تر پایه وخت لري څو خپل ښه نیت وښیي، ګنې د دوی له لوري دې د کریسمس غوره ډالۍ ته منتظر اوسي.






































