امریکا یو ځل بیا پاکستان او ځینې نور هېوادونه په هغه نوملړ کې اچولي دي چېرته چې د مذهبي ازادۍ په اړه پوښتنې راولاړې شوې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي د ټرمپ په تګلاره کې مذهبي ازادیو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی او دا هېوادونه ځکه د مذهبي ازادۍ په خړ نوملړ کې اچول شوي دي چې پکې ډېری وخت د مذهبي لږکیو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه ورکول کېږي. هغه زیاته کړې، په ټوله نړۍ کې د مذهب او عقیدې په نوم زور زیاتی کېږي خو په پاکستان کې یې کچه تر نورو هغو لوړه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز، د پاکستان په ګډون ټولو هېوادونو ته خبرداری ورکړی دی چې په دې برخه کې خپل چلند بدل کړي ګنې تور لیست ته هم داخلېدلی شي.






































