د امریکایي پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي، امریکایي ځواکونه د شمالي کوریا له لوري د هر ګواښ ځواب ته چمتوالی لري. د فرانس پریس خبري اژانس د خبر له مخې میلي زیاته کړې، شمالي کوریا هغه هېواد دی چې ډیری وخت د خپلو شومو موخو د پټولو لپاره ګواښونه کوي خو په خبره یې دا هېواد د دوی تر څار لاندې دی او د هر ډول ګواښ ځواب ته یې پوره چمتوالی لري. نوموړي څرګنده کړې، دوی او ملګري هېوادونه یې د خپلو ګټو دفاع ته تیار دي او د هر ډول ګواښ د ځوابولو وړتیا لري. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې شمالي کوریا څه موده وړاندې امریکا ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته دا هېواد د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې جدي اقدامات ونکړي نو دوی ورته د کریسمس لپاره تر ټولو غوره ډالۍ لري. په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسیپر ویلي، امریکا هڅه کوي له دې هېواد سره خبرې اترې له سره پیل کړي.






































