امریکا کې مهمو او باوري بنسټونو د ټرمپ د استیضاح په اړه ګډه نظر پوښتنه کړې ده. په دې ډله کې ۵۲ سلنه وګړو د ټرمپ د استیضاح ملاتړ کړی دی او دغه راز ۵۱ سلنه وګړو ویلي چې سنا دې نوموړی له دندې ګوښه کړي. ددې تر څنګ ۴۳ سلنه وګړو بیا د هغه د استیضاح مخالفت کړی دی او ۴۲ سلنه وګړو ویلي چې نوموړی دې له دندې نه ګوښه کېږي. د امریکا ولسي جرګې د رایو په اکثریت هغه پرېکړه تایید کړې چې له مخې به یې ټرمپ استیضاح کېږي. تر استیضاح وروسته به د امریکا سنا د ټرمپ په اړه خپله پرېکړه ملت ته اوروي. که نوموړي د اړتیا وړ رایې و نه ګټلې نو له دندې به ګوښه کېږي.






































