د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دغه هېواد له یوې ټلوېزیوني شبکې سره د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی له امریکا سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره نه غواړي چې له چین سره دوه اړخیزې اړیکې خرابې کړي.
لاوروف ویلي، روسیه هڅه کوي چې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون، له نړیوالو قدرتونو سره هم ښې اړیکې ولري، خو دا په دې مانا نه ده چې په دې سره به له ځينو نورو هېوادونو سره د مسکو په اړیکو کې بدلون راشي.
د نوموړي دغه اشاره امریکا ته د هغه د وروستي سفر په تړاو وه چې له یاد سفر وروسته په رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې امریکا له روسیې غوښتي چې واشنګټن په هغه صورت کې له مسکو سره د اړیکو د بیارغولو لپاره تیار دی چې دغه هېواد له چین سره خپلې اړیکې محدودې کړي. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «موږ د امریکایانو د خوشالولو لپاره له چین سره خپلې اړیکې نه خرابوو».
نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی چې که امریکا له بندیزونو او نورو غیرقانوني لارو هڅه کوي چې پر روسیې فشار راوړي، نو دوی به د هېچا فشار ته هم تسلیم نه شي.
لاوروف ویلي چې امریکا ته یې په وروستي سفر کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ترې غوښتي، چې له امریکا سره د اړیکو د رغولو په صورت کې له چین سره خپلې اړیکې محدودې کړي، خو د نوموړي په خبره، د امریکا دغه غوښتنه بې ځایه او له امکانه لرې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدا راز له ټرمپ سره د وروستۍ ناستې په تړاو هم ویلي چې د متحده ایالتونو ولسمشر ورسره د دواړو هېوادونو د اړیکو د رغېدو په ګډون، پر ډېرو نورو نړیوالو مسایلو هم څرګندې خبرې کړې دي.
لاوروف ویلي چې ولسمشر ټرمپ د دې لپاره ډېره لېوالتیا لري چې له روسیې سره پر اختلافي ټکو په واضح توګه خبرې وکړي.






































