په ځینو اروپايي هېوادونو کې سخت توپان پیل شوی دی چې له امله یې ۹ کسه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې توپان د فرانسې، هسپانیا او پرتګال ځينې برخې زیانمنې کړې دي او دمګړی د برېتانیا په لور روان دی. په پرتګال کې دوه او په هسپانیا کې اووه نفره ددغه توپان له امله وژل شوي دي. په ځینو سیمو کې برېښنا پرې ښوې ده، پارکونه تړل شوي، پروازونه لغوه شوي دي او اضطراري وضعیت اعلان شوی دی.






































