د اندونیزیا په پالیمبانګ سیمه کې کندې ته د یو مسافر وړونکي بس د غورځېدو له امله ۲۶ مسافر مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. دا بس چې په لسګونو کسان پکې سپاره وه تېره شپه ناوخته د سوماترای په سویل کې د یو سل او پنځوس مترو په اندازه جګې درې نه لاندې اوبو ته لوېدلی دی چې له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده. د چارواکو په خبره، مرستندویان سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې روغتونونو ته لېږدولي دي. د اندونیزیایي پولیسو په وینا په پېښه کې پنځوس کسان سپاره وو. په اندونیزیا کې دا ډول پېښې بېسارې دي او چارواکي یې لامل د موټرچلونکو بې احتاطي د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول او دغه راز د سړکونو تنګوالی بولي. د یادونې ده چې په تېره سپټمبر میاشت کې هم په یاد هېواد کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.






































