د جنوبي کوریا پوځ وایي چې دوی د نوي کال په رانږدې کېدو سره د شمالي کوریا له لوري د کریسمس د ډالۍ په نوم احتمالي برید ته چمتوالی نیسي. د یونهاپ اژانس د خبر له مخې، وروسته تر هغه چې شمالي کوریا امریکا ته د کریسمس د ډالۍ خبره کړې ده دوی د دې هېواد له لوري د کریسمس په رخصتیو کې د اټومي وسلو د ازمایلو په اړه اندېښنه لري. جنوبي کوریا وایي، له شمالي کوریا څخه د هر څه تمه کېدلی شي او هغوی ښایي په داسې عمل لاس پورې کړي چې دوی به تر ټولو بد غبرګون ته مجبور کړي. پوځ ویلي، جنوبي کوریا خپل دا ګاونډی تر جدي څار لاندې لري او په خبره یې د هر ډول ګواښ ځواب ته یې هم پوره چمتوالی لري.






































