د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا استازو جرګې او سنا غوښتي وو چې د ټرمپ د مالي مسایلو په اړه څېړنه وکړي خو سپینې ماڼۍ دغه مسئله سترې محکمې ته وړاندې کړې ده. ستره محکمه به په ۲۰۲۰ ز کال کې د ټرمپ د مالي مسایلو د څېړلو او بانکي حسابونو په اړه پرېکړه کوي. پر ټرمپ تور دی چې نوموړی د مالیاتو پوروړوی دی او همدا راز امریکايي استازي غواړي چې د نوموړي حسابونو ته لاسرسی ولري او دده مالي مسایل وڅېړي. ټرمپ په دې وروستیو کې د امریکا د استازو جرګې له ګڼو فشارونو سره مخ دی او دده د استیضاح پرېکړه یې هم کړې ده.






































