د جاپان ددفاع وزیر وايي شمالي کوریا نږدې هره اونۍ د بالستیک توغندیو ازموینه کوي او دا مسئله د جاپان ملي امنیت ته جدي خطر دی. جاپان له شمالي کوریا غوښتي چې په خپلو کړنو کې دې له پوره احتیاط کار واخلي. بلخوا شمالي کوریا بیا ویلي چې ددوی د توغندیو ازموینې جاپان ته هېڅ ډول زیان نه اړوي او شمالي کوریا به خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي. شمالي کوریا یو ځل بیا په دې وروستیو کې د بالستیک توغندیو جوړونه او ازمویښت پیل کړې ده. دې مسئلې د سیمې د هېوادونو او امریکا غبرګونونه هم پارولي دي.






































