د کویټ د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي چې له سعودي عربستان سره یې په ازاده سیمه کې د نفتو د استخراج یو بل تړون لاسلیک کړی دی. د اعلامیې له مخې، د دواړو هېوادونو استازو د کویټ د بهرنیو چارو په وزارت کې هغه تړون لاسلیک کړ چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي ازادي سیمې په دوه نفت لرونکو سیمو کې د نفتو استخراجول دي. د سرچینې په خبره، دا تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي همکاریو پایله ده. اعلامیه کې د نفتو د استخراج وخت، موده او کره سیمه نه ده یاده شوې.






































