د روسیې حکومت وايي دغه توغندي کولی شي اټومي کوپړۍ ولېږدوي او تر غږ چټک دی.روسیې په ۲۰۱۸ز کال کې ویلي وو چې دوی به ډېر ژر نړۍ ته خپل تر غږ چټک توغندي وښيي. دا به د نړۍ تر ټولو پیاوړی دفاعي سیستم وي. ویل کېږي چې امریکايي پلاوي له دغه توغندیو لیدنه هم کړې ده. دغه مزایل اوګارډ نومېږي او په یوه ساعت کې تر ۳۳ زره کیلومتره پورې سرعت لري. روسیې په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي.






































