او دوی ته د غمرازۍ اجازه نه ورکوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پميو په یوه ټوېټ پیغام کې د ایران مذهبي مشر د خپلو خلکو پر وړاندې پر ظلم زیاتي تورن کړی دی. دده په خبره آیت الله خامنه يي او ایرانی حکومت خپلو وګړو ته اجازه نه ورکوي چې د ۱۵۰۰ وژل شوو لاریون کوونکو غمرازۍ ته راټول شي. امریکايي حکومت د ایراني رژیم له لوري د عامو وګړو او لاریون کوونکو وژل په کلکو ټکو غندلي دي. ایرانی حکومت بیا وایي چې دوی قصدا پر عامو وګړو ډزې نه دي کړې بلکې په لاریونونو کې وژل شوي دي. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو هم د ایران پر دغه ظلم زیاتي اوږده راپورونه جوړ کړي وو او یاد هېواد یې د بشري حقونو پر نقض تورن کړی دی.






































