هلمند کې پر افغان ځواکونو چاودنه شوې او ۱۴ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې نن سهار په سنګین ولسوالۍ کې د خنجر په نامه یوه پوسته باندې چاودنه شوې ده. د سرچینې په خبره په پېښه کې ۱۰ کسه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي. د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر هم دغه پېښه تاییدوي او وايي چې وسله والو پر پوسته برید کړی دی او د ملي اردو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. په خبرپاڼه کې راځي چې په دغه پوسته کې ۱۷ سرتېرو دنده ترسره کوله. د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې داسې مهال شدت مومي چې د سولې خبرې روانې دي او ددې احتمال شته چې یو لنډمهاله اوربند رامنځ ته شي.






































