د سومالیا پلازمېنې موګادیشو له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې موټربم برید لسګونه کسان وژلي دي.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو تر دې وړاندې الشباب ډلې د ورته بریدونو پړه پر غاړه اخیستې وه.
د دغه هېواد چارواکو ویلي چې په دغه برید کې ۷۳ تنه وژل شوي دي. بلخوا د دغه هېواد په پلازمېنه کې د مدینه روغتون مشر ډاکټر محمد یوسف اسوشیټېډ خبري اژانس ته ویلي چې روغتون ته یې د پېښې له ځایه ۷۳ جسدونه ور وړل شوي دي.
د موګادیشو د پولیسو یوه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دغه چاودنه ډېره زوروره او ویجاړوونکې وه.
چارواکو ویلي چې تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی، خو تر دې وړاندې د الشباب ډلې په دې سیمه کې دا ډول چاودنې کړې دي.
د یادونې ده چې الشباب ډله چې له القاعدې سره تړاو لري، په تېرو لسو کلونو کې یې په دغه هېواد کې بېلابېل عملیات کړي او په ۲۰۱۱ ز کال کې دا ډله له موګادیشو بهر شړل شوې، خو بیا هم ځینې سیمې یې تر ولکې لاندې دي او وخت ناوخت په لویو ښارونو کې مرګوني بریدونه او چاودنې کوي.
په ورته وخت کې د پلازمېنې موګادیشو عیني شاهدانو دغه چاودنه یوه ټول وژنه بللې ده.
د رجب په نوم د سیمې یوه عیني شاهد ویلي: «څه مې چې په سترګو لیدل، یوازې جسدونه وو. ځینې یې د چاودنې له امله وژل شوي او ځینې یې داسې سوځېدلي وو چې د پېژندلو وړ نه وو».
بلخوا د سومالیا د ولسي جرګې یوه استازي د نوم نه ښودو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د وژل شویو شمېر له ۹۰ څخه زیات دی، خو دا شمېرې په رسمي ډول نه دي تایید شوې.
په ورته وخت کې د سومالیا د کورنیو چارو پخواني وزیر هم دغه برید په سختو ټکو غندلی او ټینګار یې کړی چې ډېر ژر به د قربانیانو غچ واخلي.
د یادونې ده چې د روانې میاشتې په لومړیو کې هم د الشباب ډلې د موګادیشو پر یوه مشهور هوټل برید وکړ، چې لږ تر لږه پنځه کسان پکې ووژل شول. په دغه هوټل کې د ډیپلوماټانو، سیاستوال او پوځي افسرانو استوګنځي وو.






































