د اسوشیټډ پریس په نامه نامتو امریکایي ورځپاڼه وایي، روان کال په امریکا کې ډله ییزې وژنې په بېسارې ډول ډېرې شوې دي. د یادې ورځپاڼې، یو اس اې ټوډې او نارټ ایسټرن پوهنتون له لوري په ترسره شوې تازه څېړنه کې راغلي، د روان ۲۰۱۹ میلادي کال په دوبي کې ۴۱ مرګونې بریدونه شوي دي چې پر مهال یې ۲۱۱ کسان وژل شوي دي. په ورته وخت کې د یادې څېړنې پر اساس په دې هېواد کې د روان کال په لړ کې په لسګونه وسله وال بریدونه شوي دي او پر مهال یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. راپور کاږي، ډله ییز بریدونه هغو ته ویل کېږي چې له بریدګر پرته پکې شاوخوا څلور کسان وژل شوي وي. د څېړنې له مخې په همدې موده کې په امریکا کې ډله ییزې وژنې په بېسارې ډول ډېرې شوې چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.






































