د رسنیو د راپورونو له مخې کیم جونګ اون د حاکم ګوند په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، نړیوال له دوی سره پر کړو ژمنو عمل نه کوي نو شمالي کوریا ته په کار ده چې خپل دفاعي او تسلیحاتي صنعت پیاوړی کړي. شمالي کوریا په دې وروستیو کې یو ځل بیا د بالستیک او نورو پیاوړو توغندیو ازمویښت پیل کړی دی چې د امریکا او سیمه ییزو هېوادونو غبرګون یې پارولی دی. امریکا وایي شمالي کوریا باید نړیوالو هوکړو او قوانینو ته ژمنه پاتې شي. جاپان بیا د شمالي کوریا ازمویښتونه خپل ملي امنیت ته ګواښ بولي.






































