په دغه بریدونو کې ۱۹ کسه وژل شوي او د یادې ډلې تاسیسات له منځه وړل شوي دي. امریکايي چارواکي وایي چې دغه ډلې په عراق کې پر امریکایي اډو په وروستیو بریدونو کې لاس درلود. په دغه بریدونو کې د امریکا یو قراردادي کس وژل شوی و. تازه د عراق حکومت پر دغه بریدونو غبرګون ښودلی دی. د عراق لوړپوړو چارواکو په دغه هېواد کې د امریکا له سفارت سره اړیکه نیولې او ددغه بریدونو په اړه یې خپل اعتراض وړاندې کړی دی. ددوی په خبره امریکا حق نه لري چې په خپل سر په عراق کې هوایي بریدونه وکړي او دغه ډول بریدونه د شته هوکړو ماتول او د عراق د ارضي تمامیت نقض دی.






































