په عراق کې مېشتې د حزب الله حشدالشعبي ډلې پر امریکا د سختو بریدونو ګواښ کړی دی. ددغه ډلې مرستیال د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دغه بریدونه به بې ځوابه نه پرېږدي. دده په خبره امریکایي ځواکونو ددوی پر ملګرو هوایي بریدونه کړي دي او څوک به اجازه ور نه کړي چې د وژل شوو وينې پر ځمکه پاتې شي. وروستي راپورونه ښيي چې ددغه بریدونو له امله ۲۵ کسه وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان دي. امریکا ادعا کوي چې دغه شعیه وسله والو ډلو ددوی پر نظامي اډو په بریدونو کې لاس درلود.






































