د امریکا په تکزاس ایالت کې په یوه کلیسا کې یو وسله وال کس دوه تنه د ټوپک په ډزو وژلي دي. سیمه ییزو چارواکي ویلي، دا پېښه پرون غرمه مهال په یاد ایالت کې په له ګڼه ګوڼې ډکې یوه کلیسا کې رامنځته شوې ده. چارواکي زیاتوي، یو مشکوک بریدګر د کلیسا د دوو وسله والو غړو له خوا په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی. د برید انګېزه لا روښانه نه ده خو پولیسو ویلي چې دوی خپلې پلټنې پیل کړې دي. د یادونې ده چې په امریکا کې په دې وروستیو کې وسله وال ډله ییز بریدونه په بېسارې ډول ډېر شوي او امریکایان یې سخت اندېښمن کړي دي.






































