د یوه امریکايي قرادادي په وژل کېدو پسې امریکا په عراق او سوریه کې د وسله والو ډلو پر مرکزونو بمبار کړی دی.
پنټاګون مني چې د عراق انبار ولایت کې یې د کتایب حزب الله ډلې د کنډکونو پر کنټرول مرکز او سلاکوټ بریدونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ډسمبر په ۲۷مه د عراق په کرکوک کې د راکټي برید له امله یو قراردادي ووژل او څو امریکايي سرتېري او عراقي پرسونل ټپیان شول.
رویټرز خبري اژانس وايي، د یکشنبې برید د عراق القیام په ولسوالۍ کې شوی چې له سوریې سره پر پوله پرته ده.
عراقي امنیتي سرچینو او وسله والو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې په دې دریو بریدونو کې نږدې ۱۸ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپيان شوي.
یوې بلې سرچینې فرانس خبري اژانس ته ویلي، په دې برید کې د یو قومندان په ګډون، ۱۹ وسله وال وژل شوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جنتن هافمن وايي، د کتایب حزب الله له خوا د ټلوالې یا ائتلاف پر ځواکونو د برید په ځواب کې دا دفاعي حملې شوې دي.
هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې هوايي بریدونو کې په سوریه او عراق کې د کتایب حزب الله ډلې پنځه مرکزونه په نښه شوي دي.
دی وايي، که ایران او ملاتړې ډله یې کتایب حزب الله د امریکا له دفاعي بریدونو بچېدل غواړي، نو پر ائتلافي ځواکونو دې بریدونه نه کوي.
کتایب حزب الله شیعه وسله وال دي، چې ایران یې ملاتړ کوي. امریکا وايي، دا ډله د ایران له قدس ځواکونو سره نږدې اړیکې لري او د ټلوالې یا ائتلافي ځواکونو پر ضد د بریدونو لپاره یې له ایرانه څو ځلې مرستې او ملاتړ تر لاسه کړی دی.
د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت وايي، قدس ځواکونه په لبنان کې د حزب الله او په فلسطین کې د اسلامي جهاد په ګډون، په منځني ختیځ کې له هغو ډلو سره د مالي ملاتړ، سمبالولو او روزلو بنسټیز رول لري چې امریکا يي ترهګر بولي.
د امریکا او ایران پر یو بل ورته تورونه په داسې حال کې دي، چې په ۲۰۰۳ ز کال کې په عراق کې د امریکا له یرغل سره سم د صدام حسین حکومت نسکور شو او له دې سره د دغه هېواد په کورنیو چارو کې کې د ایران نفوذ پرله پسې زیات شو.






































