د سوریې په ۹ کلنه جګړه کې نیم میلیون کسان وژل شوي او لسګونه زر نور ټپیان دي. په سوریه کې د سره صلیب کمېټې چارواکو له روسي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په سوریه کې د ۹ کلنې جګړې له امله څه باندې ۵۰۰ زره کسان وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان دي. سرچینه دغه راز وایي د جګړې له امله میلیونونه وګړي بېځایه شوي دي، ۲۲ زره کسان لادرکه دي او لسګونه زره نور تښتول شوي دي. د سره صلیب کمېټه د سوریې جګړه خورا خونړۍ او ملکي مرګ ژوبله هم بوږنوونکې بولي.






































