هغه د خپل حکومت له لوړپوړو چارواکو سره پوره اووه ساعته خبرې کړې دي او پر راتلونکو مسایلو او اقداماتو یې بحثونه کړې دي. د شمالي کوریا ولسمشر ویلي دوی اړ دي چې د خپل هېواد ساتنه وکړي له همدې امله د سیاسي او نظامي تیارسي امر کوي. تر دې وړاندې هم کیم جونګ اون امر کړی و چې د امریکا د اقداماتو پر وړاندې باید نظامي او تسلیحاتي صنعت پراخ کړل شي ځکه دغه هېواد پر خپلو ژمنو وفا نه کوي. کیم جونګ اون تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې که یې امریکا غوښتنو ته ځواب و نه وایي نو ټرمپ ته به د نوي کال ډالۍ ولېږي. دده موخه له ډالیو ښایي د توغندیو برید وي، خو امریکا د هغه خبرداری بابېځه ګڼلی دی.






































