په عراق کې د امریکا د هوايي بریدونو په غبرګون کې سخت لاریونونه شوي دي. د راپورونو له مخې سلګونه لاریون کوونکي دمګړی په پلازمینه بغداد کې د امریکا سفارت مخې ته راغلي او د امریکا ضد شعارونه ورکوي. دوی وایي په خپل هېواد کې د امریکا د حضور مخالف دي او باید له دغه ځایه امریکايي عسکر ووځي. له دې سره هممهاله رویټرز وایي چې امریکايي سفیر او نور دپيلوماتان له سفارت وتلي دي. د سرچینې په خبره دغه کسان امن ځای ته لېږدول شوي او هڅه کېږي چې لاریون کنټرول کړل شي. امریکا په عراق کې د یوې وسله والې ډلې پر ضد هوايي بریدونه وکړل او درنه مرګ ژوبله یې واړوله. دغه پېښه له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.






































