امریکا وایي په عراق کې یې پر سفارت د برید تر شا د ایران لاس دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لاریون کوونکو له لوري په عراق کې د امریکا پر سفارت پر برید غبرګون ښودلی دی. نوموړي په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې ایران په سیمه کې د ټولو کشمکشونو تر شا دی اوپه وروستي برید کې هم ددغه هېواد لاس شته دی. پرون قهرېدلو لاریون کوونکو په عراق کې د امریکا پر سفارت برید وکړ. تر برید وروسته امریکايي ديپلوماتان له دغه سفارت ووتل. تازه پنټاګون ویلي چې د خپلو ديپلوماتانو د ساتلو لپاره یې تازده دمي سمندري ځواکونه سیمې ته لېږلي دي.






































