د امریکا ددفاع وزیر وایي پرون یې په بغداد کې پر سفارت برید وشو نو له همدې امله دوی اړ دي چې امنیتي تدابیر ډېر کړي. مارک اېسپر ټینګار کړی چې دوی په عراق کې د ځينو ځانګړو کړیو ځپلو ته ادامه ورکوي چې د ایران ملاتړ له ځان سره لري او ترهګریز فعالیتونه کوي. پرون په پلازمینه بغداد کې د امریکا پر سفارت بریدونه وشول. قهرېدلو لاریون کوونکو د سفارت ځینې برخې زیانمنې کړې او امریکایي امنیتي پرسونل اړ شو چې ديپلوماتان امنو سیمو ته ولېږدوي. اوس امریکا د پراخو احتیاطي تدابیر خبر ورکوي.






































