د رسنیو د راپورونو له مخې په نیو سوټ وېلز او وکتوریا ایالتونو کې اوس هم اورلګېدنه روانه ده او خلک له سیمې په تېښته دي. د اور لمبو سلګونه کورونه سوي دي او تر څنګ یې د وژل شوو شمېر هم ۱۸ کسانو ته لوړ شوی دی. ویل کېږي چې په دغه سیمو کې وروستیو اورلګېدنو ۹۱۶کورونه سوي او ۳۶۳نور یې زیانمن کړي دي. د استرالیا حکومت بیا وایي چې دوی د خلکو د ژغورنې عملیات په چټکۍ مخ ته وړي او دغه راز پولیس او ژغورونکې ډلې بریالۍ شوې چې زرګونه کورونه او زرګونه کسان د اور له لمبو وژغوري. اور په ځنګلي سیمه کې لګېدلی چې په چټکۍ د پراختیا په حال کې دی.






































