څو میاشتې وړاندې د هند د چندریان دوه فضايي ماموریت ناکام شو خو اوس ددغه هېواد فضايي اداره وایي چې د چندریان درې ماموریت له پلان سره سم مخ ته ځي. د چارواکو په خبره په دې ماموریت کې به دوی یوه فضايي بېړۍ سپوږمۍ ته ولېږي او هلته به خپل ماموریت سر ته رسوي. که هند دا ځل دغه چارو کې کامیاب شي، نو څلورم هېواد به شي چې پر سپوږمۍ خپله فضايي بېړۍ یا سپوږمکۍ په خوندي توګه ځای پر ځای کوي او د کم لګښته فضايي ځواک په توګه به یې باور زیات شي. له دې مخکې روسیې، امریکا او چین د سپوږمۍ پر مخ بریالی ماموریت کړی دی.






































