د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې سختو بارانونو او سیلاب تلفات اړولي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې دغه ورښت په تېرو ۲۴ کلونو کې بې مخینې و. د ورښت او سیلاب له امله ۱۶ کسه وژل شوي او سلګونه کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي. په ځینو سیمو کې د ورښت له امله ځمکه ښویېدلې ده او کورونه هم تر اوبو لاندې شوي دي. اندونیزیايي چارواکي وایي چې په ښار کې ترانسپورت ګډوډ شوی دی او په ځینو برخو کې برېښنا هم پرې شوې ده. ښايي ورښتونه ادامه پیدا کړي او حکومت هم د اړینو مرستو لپاره تیاری نیولی دی.






































