امریکا وایي ایراني مشران دې ددوی ستراتيژيکه چوپتیا د کمزورۍ په مانا نه بولي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس په یوه خبري غونډه کې ویلي ددوی پر سفارت په بغداد کې هغو ډلو برید کړی دی چې د ایران ملاتړ له ځان سره لري. د نوموړې په خبره ټرمپ ستراتيژیکه چوپتیا غوره کړې ده خو ایراني مشران دې دا د کمزورتیا په مانا نه بولي. اورتاګوس زیاته کړې چې ایران په سیمه کې کشمکشونو او ستونزو ته لمن وهي چې ډېر ژر به یې پر وړاندې اقدامات وشي. وړمه ورځ په عراق کې د امریکا پر سفارت زرګونه لاریونوالو برید وکړ. ددې کار په غبرګون کې امریکا عراق ته ۷۵۰ سرتېري واستول څو د خپلو ديپلوماتانو او سفارت امنیت خوندي کړي.






































