د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو د قدس څانګې مشر قاسم سلیماني په عراق کې ووژل شو. د عراق حکومتي رسنۍ وايي، قاسم سلیماني د هغو کسانو په ډله کې و چې د بغداد هوايي ډګر ته نږدې برید کې ووژل شول. قاسم سلیماني د قدس ځواکونو مشر دی چې له ایران بهر وسلوالو شیعه ډلو سره همکاري کوي. امریکايي چارواکو له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، دوی د ایران اړوند موخو باندې برید کړی، خو دې چارواکو نور څه نه دي ویلي. خو عراق کې ایران ملاتړو شیعه ملېشو(حشد الشعبي) ویلي چې قاسم سلیماني او د وسلوالو مشر ابو مهدي مهندسي وژل شوي دي.






































