د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ویلي، چې د قاسم سلیماني د وژلو سخت غچ به واخلي. نوموړي ویلي، چې د سلیماني لار به دوام لري. خامنه یي د قاسم سلیماني د وژل کېدو په پار په دغه هېواد کې درې ورځې عمومي ماتم اعلان کړی دی. پر همدې مهال د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په يوه ټوېټري پيغام کې د قاسم سليماني وژل کېدل يو ډېر خطرناک او احمقانه کار بللی او د هغه د بدو پايلو په اړه يې خبرداری ورکړی. د ايران د بهرنيو چارو وزير د امريکا دا ګام نړيواله ترهګري بللې او ویلي یې دي، چې امريکا به د دغه بريد د پايلو مسوول وي.






































