د سعودي عربستان لوړپوړو چارواکو ویلي دوی په عراق کې روان وضعیت له نږدې څاري او ددې هیله لري چې په سیمه کې نسبي ثبات وساتل شي. دغه عرب چارواکي همدا راز ویلي چې ټول هېوادونه دې له زغم کار واخلي او په سیمه کې د ناندریو د مخنیوي لپاره پوره احتیاط ته اړتیا ده. سعودي عربستان د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته په سیمه کې د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او پر ملګرو ملتونو یې غږ کړی چې د ثبات د ساتلو لپاره لاس په کار شي. په ورته وخت کې ځینې رسنۍ وایي چې زرګونه امریکايي عسکر په عراق او منځنځي ختیځ کې د تیارسی په حال کې دي.






































