امریکا د قاسم سلیماني د وژل کېدو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي پر ولسمشر غني یې سربیره د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره يې خبرې کړې او د احتمالي تحولاتو په اړه یې بحثونه کړي دي. په دې تلیفوني مکالمه کې پمپیو ویلي، ایران په سیمه کې د جګړو او بې ثباتیو تر شا ولاړ دی نو اوس د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته ښايي پر ځینو اقداماتو لاس پورې کړي. پمپيو ویلي دوی باید په سیمه کې ثبات وساتي او د هر ډول ترهګریز عمل پر وړاندې اقدام وکړي. باجوه هیله څرګنده کړې چې شته کشمکش په ارامۍ حل شي او په سیمه کې د ناورین د پېښېدو مخنیوی وشي.






































