په بغداد کې د امریکا له خوا د ایراني قوماندان قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته، تازه امریکا منځني ختیځ ته زرګونه اضافي سرتيري لېږي. د امریکا دفاع وزارت یو چارواکي ویلي چې د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته له ایران سره د را ولاړې شوې لانجې په درشل کې امریکا منځني ختیځ ته زرګونه اضافي سرتېري لېږي. راپورونه وايي، چې د دغو سرتېرو لومړۍ ډله کویټ ته ځي. امریکايي رسنیو تر دې مخکې ویلي وو، چې دغه سرتېري د تیارسۍ په حال کې دي چې د اړتیا په وخت کې به سیمې ته ولېږل شي.






































