امریکا بیا هم په بغداد کې سخت هوایي بریدونه کړي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې په دې هوایي بریدونو کې د ایران ملاتړ لرونکې وسله والې ډلې حشدالشعبي باندې برید شوی دی. پر دغه موټریز کاروان د برید پر مهال شپږ کسه وژل شوي دي. دغه ډلې بیا په غبرګون کې ویلي چې په وژل شوو کسانو کې ددوی کوم وسله وال نشته دی، بلکې ټول صحي کارکوونکي دي. په دې وروستیو کې په عراق کې د دغه ایران ملاتړ لرونکې ډلې او امریکایي ځواکونو ترمنځ پراخ کشمکشونه رامنځ ته شوي دي. امریکا وایي چې ایران د حشدالشعبي پر مټ ټول عراق بې ثباته کړی دی او یادې ډلې د امریکا پر تاسیساتو بریدونه کړي دي.






































