د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي قاسم سلیماني یې باید ډېر وړاندې وژلی وای. نوموړي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې سلیماني په ټوله سیمه کې د جګړو او کشمکشونو ملاتړ او لارښوونه کوله. د ټرمپ په وینا دوی په دې توګه په سیمه کې یوه جګړه پای ته رسولې نه چې بله جګړه پيل کړي. نوموړي ویلي د سلیماني په وژل کېدو سره په سیمه کې ناندرۍ ختمېږي. ټرمپ دغه راز وویل چې د سلیماني په لارښوونه د ایران په لاریونونو کې زر کسه ووژل شول. دی وایي دغه کس یې باید کلونه مخکې وژلی وای په دې توګه به په سیمه کې جګړې دومره نه اوږدېدې.






































