د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره په تلیفوني خبرو کې له ایران سره د سلیماني پر وژل کېدو خپله همدردي شریکه کړې ده. سرګي لاوروف په دې تلیفوني مکالمه کې د سلیماني وژل کېدل د ټولو نړیوالو قوانین ضد عمل بللی او هغه یې غندلی دی. نوموړي ویلي چې روسیه په دې شېبو کې د خپلې خواشینۍ او همدردۍ مراتب له ایران سره شریکوي. قاسم سلیماني د عراق په پلازمینه بغداد کې هوايي ډګر ته څېرمه ووژل شو. د نوموړي تر وژل کېدو وروسته د امریکا او ایران ترمنځ ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي.






































