جوبایډن د ټرمپ وروستيو څرګندونو ته په اشارې چې ایران یې ګواښلی دی ویلي، ټرمپ یو بې مسوولیته او فوق العاده خطرناک شخص دی. نوموړي له پولیټیکو اژانس سره په خبرو کې ویلي، د ټرمپ وخت نور پای ته رسېدلی دی او هغه په دې حساس پړاو کې داسې خطرناک کارونه ځکه کوي چې دی فکر کوي دا کار یې د امریکایانو د خوښې وړ ګرځي خو بې خبر له دې چې امریکایان نه غواړي د نوموړي په څېر بې مسوولیته ولسمشر ولري. بایډن دغه راز ویلي چې ټرمپ په خپلو بې مسوولیته کارونو سره نړیوال شریکان او د ناټو متحدین منزوي کړي دي چې په وینا یې دا یو خطرناک عمل دی. راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ټرمپ سیال، بایډن دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ټرمپ ویلي، که چېرته ایران د سلیماني د وژلو غبرګون کې نظامي ګام پورته کړي نو دوی به یې پنځوس مهم اهداف په نښه کړي.






































