د لیبیا په پلازمېنه طرابلیس کې د پوځیانو پر یو روزنځای هوایي برید شوی دی چې له امله یې ۲۸ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. د طرابلیس چارواکو ویلي چې وژل شوي او ټپیان ټول د پوځي اکاډمۍ محصلین وو. برید هغه مهال شوی دی چې محصلین د روزنې لپاره د یادې اکاډمۍ په انګړ کې پر تمرین بوخت وو. که څه هم تر اوسه چا د برید مسوولیت نه دی منلی خو د لیبیا حکومت یې پړه د جنرال حفتر پر وسله والو اچولې ده. لیبیا کې د معمر القذافي تر وژل کېدو وروسته کورني تاوتریخوالي پیل شوي دي چې له امله یې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.






































